تحقیق ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه ) شکاره کوی چی لږ ترلږه ۸ کسه افغانستانی د بی اساسه مدارکو په اساس، غلطی، غلط ترجمه او یا هم د شکنجی لاندی اعتراف، د کلونو راهیسی په ګوانتانامو کی بندی دی.
دا بیانیه دا وایی چی امریکایان نه دی توانیدلای حتی د یو بندی تورن کیدل هم ثبوت کړی.
په دی ۶۷ صفحه ای بیانیه کی د ( د افغانانو تجربی په ګوانتانامو کی ) تر عنوان لاندی لیکل سوی دی، د اته افغانی بندیانو دوسیی چی په دی بندیخانه کی ترټولو ډیر وخت تیر کړی دی، څیړل سوی دی.
ددی کسانو څخه شپږ کسه په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کی بندی سوی او دوه نور یی په ۲۰۰۷ کال کی بندی سوی دی چی په دی اته کسانو کی هیڅ یو هم د جنګ په میدان کی بندی سوی نه دی.
د تحلیلګرانو شبکه وایی د امریکایی نظامیانو د تحقیق مدارک او د محکمی اسناد شکاره کوی چی دی کسانو پوری اتهامات مبهم دی او هغوی د غلط ترجمی یا نورو شایعو پواسطه نیول سوی دی او لاسته راغلی اظهارات د شکنجی پواسطه ترلاسه سوی دی.
د بشر د حقوقو د مسایلو د کارپوهانو په بیان سره په هغه بهانی سره چی امریکایان او نور قدرتمنده هیوادونه لری د نړی هر لوری ته چی وغواړی لشکر کشی کوی، خلګ بندی کوی، شکنجه کوی او یا هغوی ووژنی، تر کوم حد پوری غیری واقعی او بی بنیاده دی.
د منتقدانوپه باور، حتی که ځینی کسان چی په ګوانتانامو کی بندی دی درانده جنایتونه ترسره کړی وی او یا هغوی د جنایتونو له لاسه حبس یا اعدام سوی وی، دا دلیل نه سی کیدلای چی دهغو څخه یو هم خپل حقوق ونه لری. هغوی هر څه چی وی د لاس انجلس د عیش او عشرت کوونکی سره کوم فرق نه لری؛ خو آیا د عدالت او حقوق بشر په نظر امریکایی هم همداسی دی؟
ډیر کسان چی په ګوانتانامو کی بندی دی د عدالت غوښتونکی دی. هغوی څو ځلی په مظاهرو لاس پوری کړی دی خو چی خپلو حقوقو ته ورسیږی؛ ځکه چی د هغوی شرایط، شکنجی او ابتکاری او مسلم حقوقو ته عدم لاسرسی د یو بندی د بین المللی رسمی کنوانسیونو په اساس، بی تدریجی مرګ بل څه نه دی.
اوباما ددی مخکی ویلی دی چی ددی بندیخانی وجود په امریکایی هویت سره تناقض لری او دامریکا منافع لپاره مضر دی؛ خو د ډیرو ناظرانو په نظر، یواځی ددی جملی دوهمه برخه صحیح دی. ددی بندیخانوی حضور د امریکا لپاره مضر دی؛ ځکه چی د امریکایی حقوق بشر له مخی، د هرشی د مشروعیت مرز او میزان، د هغه همخوانی او همسویی یا یو طرفه والی د امریکا د منافع سره دی؛ خو دا بندیخانه په هیڅ ډول سره د امریکا د منافع سره په تناقض کی نه دی؛ بلکه د امریکایی هویت ذات شکاره کوی. البته که د ابو غریب عکس هم د هغه تر څنګ کښیښودل سی، ډیر ښه کیدلای سی امریکایی هویت ولیدل سی.
د امریکا کنګره څو کاله مخکی یو قانون تصویب کړ چی مادی حمایت یو جنګی جنایت بللی دی؛ خو د امریکا د تروریستی ضد حقوقی نظام یو تناقض دادی چی یواځی پر غیری امریکایانو باندی صادق دی. دا په داسی حال کی دی چی چی دتروریزم سره ملی حمایت جنګی جنایت و بلل سی، ددی دوسیی لومړی مقدمه تورن امریکا دی چی د شوروی د هجوم په وخت کی پر افغانستان باندی خارجی جهادیونو ته لکه القاعدی د بن لادن په مشری تروریستی ډلی ته لومړی دا امکان ورکړ چی د شوروی په وړاندی وجنګیږی او وروسته د بین المللی تروریزم رهبری په لاس کی واخلی؛ خو که وویل سی چی تیری خبری په قانون کی نه راځی، بارزی مصادیق وجود لری چی امریکا او د هغه ملاتړ کوونکی همدا اوس همدا کار کوی، دسوری تروریستانو سره مالی او تسلیحاتی مرستی د غربیانو او اعرابو پواسطه د تروریزم سره شکاره مالی ملاتړ نه دی؟
ددی پوښتنی ځواب که مثبت هم وی، کوم فرق نه لری؛ ځکه یاد سوی قانون پر خپل ځان صادق نه دی او دا هماغه امریکایی هویت دی چی اوباما ځینی خبری کړی دی.
آیا هغه هیواد چی لوی کارنامه د حقوق بشر په نقض کی په اوسنی دوسیه کی لری، د کوم بین المللی قانون په اساس محق دی چی د نورو هیوادو د بشری حقوقو په اړه اظهار نظر وکړی، هغوی تر تحریم لاندی ونیول سی او حتی نظامی تهدید وکړی او دا کار یی صحیح هم وی؟!
د پوهانو په باور، حقوق بشر زموږ د نړی د خندا لرونکی تناقض څخه دی. هغه تناقض چی ځای پر ځای سوی دی او نور هیڅ څوک هم دی تناقض ته توجه هم نه لری.
په دی کی شک نسته چی ګوانتانامو، د امریکایی بشری حقوقو نماد دی؛ خو دا یواځی د امریکایی بشری حقوقو دوسیه نه دی. امریکا په یو بی اساسه بهانی سره د عراق لوری ته لشکر کشی وکړ.
ددی لشکر کشی تاوان چا ورکړ؟ په سلهاوو زرو عراقیان په ناحقه سره ووژل سو او اوس هم په هغه هیواد کی د وینی حمامونه جریان لری، او په سلهاوو کورنی او کوچنیان بی ځایه سوی دی او وژل سوی دی او د استراتیژیک بازیګرانو لپاره ډیر ښه میدان جوړ سوی دی او هغه ملت چی په وږو نسو د طلا سیاه پر لویو ذخایرو باندی بیده سوی دی او...
آیا دا د امریکایی حقوق بشر د تامین لپاره، کوچنی مصرف دی؟
عراق یواځی د امریکایی بشری حقوقو یو کارنامه دی.