دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 132725
حق شاید ونه ویل سی بیله بړستن لاندی!
په افغانستان کی د آزادی د بیان قصه د هغه متل په شان دی چی وایی: کیدلای سی حق د ذهن او ضمیر څخه دباندی وباسو خو که د خلګو تر معرض لاندی قرار ونه نیسی، ذهن ته کوم زیان ونه رسوی او کوم ضمیر پریشانه نه کړی، څوک تر شک لاندی قرار ورنه کړی او د قدرتمندانو د قدرت پایه تر لرزش او ګزش ورنه کړی. واقعیتونه باید په پټه وویل سی نه د ټولو عامو خلګو په حضور کی، هغه حکومتونه چی ځان د دموکراسی او آزادی بیان تر لفافی لاندی پټوی دقیقآ همداغه غواړی، دنیا ته ښیی چی داځای بیان او آزاد فکر دی، خو په هغه ځای کی چی څوک ونه وینی او داوری ونه کړی. داسی حکومتونه چی آزادی د لفافی په شان استعمالوی د حق ویلو او آزادی بیان په مقابل کی دری ډوله عکس العمل ښیی، ځینی حکومتونه سته چی حق نه شکاره کوی او حق ویل د ټولو عامو خلګو په وړاندی نه شکاره کوی او داهم نه معلومیږی چی هغه کس چی دا خبری کړی دی حق دی که باطل؟ دا ډول حکومتونه توتالیتر حکومتونه دی چی ځان د آزادی دحق تر بیرق لاندی پټوی. دوهم عکس العمل دادی چی ځینی حکومتونه فضا مسموموی او حق او حقایق پټوی، یا د خلګو خولی بندوی چی څوک د حق ویلو توان ونه لری او یا کوم حق پر ژبه جاری نه کړی. ځینی وختونه حکومتونه خلګ مخسره کوی چی کوم څوک د هغه پرخبرو غوږ ونه نیسی. ځینی حکومتونه هم سته چی حق په ظاهر قانونی خبرو سره دومره مغلقوی چی خلګ د حق او باطل ترمنځ شک کوی او په فکر کی لویږی. جنرال دوستم د غورماچ د ولسوالی د نظامی عملیات وروسته په یوه ناسته کی د واقعیتونو څخه پرده هیڅته کړ چی ډیر وخت کیږی د سیاستمدارانو، فرهنګیانو او رسنیو ذهنونه مشغول کړی دی، دا چی داهیواد په یو ویشتم پیړی کی کوم لوری ته روان دی؟ په هغه نړی کی جی د دموکراسی، حقوق بشر او د انسانی مدرن ارزش څخه خبری کیږی، سیاست مداران او زموږ حکومتګران مخ وقبلی ته اړوی او پخوانی حکومت اسقرار خپل هیله بولی. دا اندیښنی یواځی د غیری پشتونونو په منځ کی نه دی؛ ډیر کسان دی چی د اشرف غنی د قوم څخه دی، خو اوسنی وضعیت نامطلوب بولی، د قدرت انحصارپه امنیتی نهادو کی توتالیتری خاصیت بولی او حکومت ددی رویکرد څخه منع کوی. دا سیاست مداران په دی باور دی چی که دا وضعیت همداسی ادامه پیداکړی یو لوی اجتماعی انفجار رامنځته سی او وضعیت به دومره خراب سی چی دهغه مهار اوکنترول له لاسه ووځی. سته داسی کسان چی داوضعیت درک کوی خو خبری نه کوی تر څو د آسیایی نظام د پاښل توب لامل ونه ګڼل سی او بد نوم د خلګو په ذهنوکی پیدانه کړی. ځینی سیاسی رهبران هم په دی باور دی چی داوضعیت په تدریجی توګه مدیریت سی او تغیر پیداکړی، امنیتی نهادونه دیو قوم د انحصار څخه ووځی، ځینی کسان دنورو قومو څخه د مدیریت په راس کی قرار ولری. خو متاسفانه رییس جمهور او دهغه سره یوځای تیم او یا اوسنی خراب وضعیت نه درک کوی او یا هم غواړی دا وضعیت په هر توګه ودروی. او قومی حکومت د یو مطلوب وضع په عنوان په ذهنو کی ځای ورکړی. او یا هم اشرف غنی امریکا ته سترګی په لاره دی چی د سیاسی وضعیت په خرابیدو سره د فقر لاسونه هغوی ته ونیسی دهغوی څخه وغواړی ددی نظام د خرابیدو څخه مخنیوی وکړی او حکومت ګران پر خپل مناصبو برقراره وساتی او د هغوی د اقتدار ساحه حفظ کړی! دا ټولنه شاید بی خبره وی چی هیڅ سیاسی نظام په اوسنی شرایطو کی د خارجی قدرتونو په واسطه دوام نه پیداکوی او په نهایت کی سقوط کوی او یو لوی بحران منځته راوړی. ګمان پر دی دی چی د جنرال دوستم خبری ددی پرځان چی د حکومت عکس العمل رامنځته کړی، باید د ښه حکومتداری لپاره د حکومت ټول کمیانی او مشکلات تر غور لاندی ونیول سی او د خپل د تدبر او اصلاح لپاره جدی اقدامات ترسره کړی. پر دی ډول حکومتداری باندی اصرار، حکومت او هیواد سقوط لوری ته بیایی. نن نه حکومتګران کولای سی د ددی رژیم د سقوط څخه مخنیوی وکړی او نه هم خارجی قدرتونه، نو بهتر دادی چی ناوخته سوی نه وی حکومتګران سترګی خلاص کړی، اوسنی مشکلات خپله درک کړی او دخپل سقوط څخه مخنیوی وکړی.
https://avapress.net/vdcf00dytw6dmea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته