د پاکستان دخارجی وزارت د افغانستان ددولت او حزب اسلامی ترمنځ دسولی د توافقنامی څخه استقبال وکړ.
په یو خبر پاڼه کی د پاکستان سفارت څخه د کابل رسنیو ته استولی دی، راغلی دی چی پاکستان هر وخت ټینګار کړی دی چی د افغانستان د نظامی جنګونو لپاره هیڅ دحل لاره نسته.
د پاکستان د خارجی وزارت لیکلی دی: هغه مذاکرات چی د خپلو افغانانو او سوله چی د خپلو افغانانو پواسطه رهبری سی د سولی او ثبات دراوستلو لپاره تر ټولو موثره لاره ده. دسولی دموافقت روند ختمیدل د افغانستان ددولت او حزب اسلامی ترمنځ دی موضوع ته په توجه سره، زړه کښونکی دی.
په دی خبر پاڼه کی راغلی دی چی پاکستان امید لری دا روند د نورو مخالفانو او شورشانو ترمنځ هم د توافقاتو او یوځای کیدنی لامل سی او دسولی او ثبات درامنځته کیدو لامل سی.
د پاکستان دولت ویلی دی چی دا هیواد او ددی هیواد خلګ خپل یوځایوالی ته د افغانستان ددولت او خلګو سره ادامه ورکوی او ددوی څخه حمایت کوی او د سولی په پرمختګونو کی دهغوی سره د هکاری ته ادامه ورکوی.
تحلیلکوونکی وایی دا چی د ګلبدین حکمتیار او دولت ترمنځ سوله یو زړه راکښونکی حادثه او امیدبخشه دی، په دا امید چی دا یوځای کیدنه، دنورو مبارکو اتفاقاتو د جنګ په ختمیدو، خشونت او خلګ وژنی په ختمیدو کی سی او تروریستی ډلی چی دخارجی استخباراتو سره اړیکه لری دسولی سره یوځای سی او یو ورځ ورسیږی چی ټولی تروریستی او شورشی ډلی د بدو اقداماتو څخه لاس واخلی او د سولی دسیاسی ژوند سره یوځای سی؛ په دی حال کی، ددوی په باور د پاکستان استقبال او حمایت د سولی د توافقنامی څخه هغه څه نه دی چی ددی همکاریو دتقویت لپاره امید لرونکی وی؛ ځکه لیدل کیږی چی د پاکستان دا موضع، ددی هیواد دنورو مواضعو په شان د افغانستان دسولی او جنګ په قبال کی، د صداقت او صمیمیت لرونکی وی.
د پاکستان د صداقت او صمیمیت دشکاره کولو لپاره په دا برخه کی ښه لاری سته چی که اسلام آباد، وغواړی، بیله شکه، د هغه په استفادی سره عملی اقدامات په دا برخه کی ترسره کړی.
دناظرانو په عقیده، پاکستان خپله ددی کلو په جریان کی، په افغانستان کی د سولی او سیاست د بندون او دجنګ او ناامنی او بی ثباتی رامنځته کیدو اصلی عامل دی. دهغه یو نمونه، د اسلامی حزب عملکرد د ګلبدین حکمتیار په مشری دی.
ښاغلی حکمیار هم د مجاهدینو د حکومت د شکل نیونی مخکی او دشوروی رژیم د مبارزاتو په جریان کی او دهغه وروسته دمجاهدینو دحکومت په شکل نیونی سره د پاکستان څخه لوی نظامی کمکونه ترلاسه کوله او دهم هغه تسلیحاتو په استفادی سره او د آی اس آی او د اسلام آباد په حمایت سره دهیواد داخلی جنګونه شعله ور کړ او د مجاهدینو د قدرت دتضعیف، پراخ وژنی لامل او په نتیجه کی دطالبانو د ظهور لامل سو.
د طالبانو په ظهور سره، پاکستان د افغانستان جنګ څخه حمایت وکړ او عملآ یی دخالت کوی چی په نتیجه کی، حتی د پاکستان نظامی الوتکی او جنرالان د طالبانو په جبهه کی د مجاهدینو د ډلو دائتلاف په وړاندی د شمال د ائتلاف په نامه، عملآ وارد سو.
دا وضعیت تر اوسه هم په مختلفو مقیاسو ادامه لری؛ په داسی ډول سره چی ډیر ناظران او کارپوهان، بی له کوم تردیده، پاکستان د ناامنی، جنګ، خشونت او بی ثباتی اصلی لامل په افغانستان کی بولی او هغه دمرکزی دولت د تضعیف اصلی لامل معرفی کوی.
دا ځینی مسایل دی چی ثبوت او استناد ته ضرورت نه لری، هره ورځ سازمانونه او د افغانستان امنیتی ارګانونه، ډیر شواهد د افغانستان په جنګ کی د پاکستان دمداخلت څخه لاسته راوړی او خپروی یی.
اضافه دا چی په زرهاوو تروریستی ځواکونه په کال کی دپاکستان دمذهبی مدرسو څخه، دخشونت او ترور او خلګ وژنی زده کړی لاسته راوړی او د رهبری دپایګاوو او مرکزونو له طریقه، د هغه هیواد فرماندهی او عملیاتی تروریستان، افغانستان ته استول کیږی.
په دی حساب سره، د پاکستان حمایت او استقبال د سولی دتوافقنامی څخه نه داچی امید بخشه نه دی؛ بلکه د اسلام آباد دوه ګونی توب مخکی ترمخکی شکاره کوی او او دهغه داعتبار څخه اهمیت کموی.