دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 99323
عبدالله: د ولسمشر له لوړې یوه اوونۍ وروسته به امنیتي موافقه لاسلیک شي

تاند – د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله، د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د پایلو له اعلانېدو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې سي این این تلویزیون ته د دوشنبې په ورځ وویل چې په یوه اوونۍ کې به ولسمشر اشرف غني احمدزی لوړه وکړي او ورپسې به په یوه اوونۍ کې له امریکا او ناټو سره امنیتي موافقې لاسلیک شي.
ښاغلي عبدالله وویل چې دواړه کاندیدان د امنیتي موافقې له لاسلیکولو سره کومه ستونزه نه لري.
ده وویل چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ملي یووالي حکومت ته خوشبینه دی او باور لري چې له دې پرته چې واک ووېشل شي، بله لار نه وه.
عبدالله د ملي یووالي په حکومت کې خپل رول د وزیرانو د چارو د اجرااتو څارنه او د کابینې د غونډو مشري وبلله. ده په عین حال کې وویل چې د افغانستان حکومتي نظام له ریاستي په صدارتي نه بدلېږي. خو ویې ویل چې په دوو کلونو کې به لویه جرګه راوبلل شي چې په دې اړه پرېکړه وکړي چې افغانستان صدراعظم ولري او که ونه لري.
ده د افغانستان د ستونزو په اړه وویل چې د اقتصادي او امنیتي ستونزو ترڅنګ د قانون حاکمیت مهم دی او دی دا د خپل ټیم لپاره مهمه بریا بولي چې باید په دې برخو کې اصلاحات وشي او په ځانګړي ډول د انتخاباتو په سیستم کې بدلون راوړل شي.
عبدالله عبدالله، چې د سي این این له ایراني ټبرې خبریالې کریستینیا امانپور سره خبرې کولې، په دې باب چې د ملي یووالي حکومت به دوام وکړي او بریالی به وي او که نه، وویل چې د ځان له لوري ډاډ ورکوي ځکه چې باور لري چې تر دې ښه متبادل نشته او دا مسله دواړو خواوو درک کړې ده.
عبدالله له طالبانو سره د خبرو په باب د یوې پوښتنې په باب وویل چې د ملي یووالي حکومت باید له طالبانو سره جدي خبرې پیل کړي خو که طالبانو جګړې ته دوام ورکړ او د زور لاره یې خپله کړه باید حکومت هم د دوی پرضد د زور لاره غوره کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdss0n.yt0nx6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته