دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 95299
د امنیت شورا ځیني دایمي غړي د سیمې د ناامنۍ عاملان دي
د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال د ملګرو ملتو د امنیت شورا ځیني دائمي غړي په سیمه کښې د تاوتریخوالي د دوام اصلي عاملان وبلل.
د لبنان العهد خبري آژانس رپورټ ورکړی چې د سوریې مرستیال خارجه وزیر فیصل مقداد پرون وویل: امریکا، انګلستان او فرانسه د سیمې د هیوادونو په چارو کښې په لاسوهنې سره په سوریې، عراق، لیبیا او لبنان کښې د تاوتریخوالي، ترهګرۍ او بې ثباتۍ اصلي عاملان دي.
فیصل مقداد زیاته کړه: د امریکې سیاستونه د خپلې پراختیاغوښتنې او نیواک په لاره کښې په ځینو هیوادونو باندې د بندیزو په لګولو او دباو اچولو مشتمل دي او له زوره د کار اخیستو دوام د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو حقیقي خطر دی.
د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال څرګنده کړه: سوریې د ملګرو ملتو له سازمان سره د ملګرتیا په چوکاټ کښې خپلې کیمیاوي وسلې سپارلې دي او له دغه سازمان څخه هیله لري چې د ډل وژونکو وسلو د سپارلو لپاره په صهیونیسټي رژیم باندې هم زور راوړي.
فیصل مقداد وویل چې سوریه به د کډوالو لخوا د انساندوستانه مرستو د ترلاسه کولو لپاره له ملګرو ملتونو سره خپله ملګرتیا جاري وساتي خو په خپل حاکمیت، ځمکنی بشپړتیا او له وسله والو ډلو سره په مقابلې ټینګار لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb95b9.rhbs9p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته