دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۲۶
د مطلب کود : 86505
په بدخشان کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې ده
په بدخشان کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښته کې دوه پولیس وژل شوي او د دوو مخالفینو په ګډون څلور سیمه ییز پولیس ټپيان دي.
د بدخشان د جرم ولسوالی ولسوال نور آقا نادري آزادي راډیو ته وویل چې؛ دغه نښته د سهار په نهو بجو وروسته له هغې پیل شوه چې؛ وسله والو مخالفینو د پولیسو په یوې پوستې حمله وکړه.
ولسوال نادري وایي، چې دغې نښتې چې څلور ساعته یې دوام وکړ دوه پولیس په کې مړه، دوه ټپيان او دوه وسله وال مخالفین هم په کې ټپيان شوي دی.
وسله والو طالبانو چې د دې حملې مسوولیت یې منلی؛ وایي چې، په دې نښته کې یې څلور پولیس وژلي او درې یې ټپيان کړي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbssbw.rhb0gp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته