کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې ده

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 حوت 1392 ساعت 20:26


په بدخشان کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښته کې دوه پولیس وژل شوي او د دوو مخالفینو په ګډون څلور سیمه ییز پولیس ټپيان دي.
د بدخشان د جرم ولسوالی ولسوال نور آقا نادري آزادي راډیو ته وویل چې؛ دغه نښته د سهار په نهو بجو وروسته له هغې پیل شوه چې؛ وسله والو مخالفینو د پولیسو په یوې پوستې حمله وکړه.
ولسوال نادري وایي، چې دغې نښتې چې څلور ساعته یې دوام وکړ دوه پولیس په کې مړه، دوه ټپيان او دوه وسله وال مخالفین هم په کې ټپيان شوي دی.
وسله والو طالبانو چې د دې حملې مسوولیت یې منلی؛ وایي چې، په دې نښته کې یې څلور پولیس وژلي او درې یې ټپيان کړي دي.


د مطلب کود: 86505

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/86505/په-بدخشان-کې-د-افغان-ځواکونو-او-طالب-وسله-والو-ترمنځ-نښته-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com