دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 85962
د اغاجان معتصم دوروستیوادعاوو او ددوبۍ دجریان په اړه داسلامي امارت اعلامیه
په دې وروستیو کې يوشمیر رسنیو داسلامي امارت دیوه پخواني چارواکي اغاجان معتصم په نامه داسې اعلامیه نشر کړه چې په کې ویل شوي وو چې دافغانستان اسلامي امارت یا طالبانو اسلامي تحریک ګڼو مشرانو او جهادي قومندانانو په متحده عربي اماراتو کې غونډه کړې او د سولې مذاکراتو پیلولو ته یې تیاری ښودلی!!؟
دافغانستان اسلامي امارت یوځل بیا ټولوجهتونو ته اعلانوي چې اغاجان معتصم په اسلامي امارت کې کومه دنده او مسؤلیت نلري اونه هم داسلامي امارت استازي توب کولای شي،همدارنګه اسلامي امارت دنوموړي اوسني فعالیتونه اوحرکات داسلامي امارت د اصولواود مقدس جهاد د ارمانونوخلاف ، داشغالګرې امریکا او دهغې دغلامانو په ګټه بولي،په دوبۍ کې د اسلامي امارت په استازیتوب نه خوکومه غونډه شوې،اونه هم دکابل له غلامې ادارې اویا په اصطلاح د سولي شوری سره خبري شوې دي، اسلامي امارت د سیاسي فعالیتونو لپاره ځانګړی سیاسي دفتر اومسئول اشخاص لري او له هرچا سره که د خبرو او اړیکو ضرورت پېښېده د مشرتابه په اجازه، د اسلامي امارت د قیادت تر سیوري لاندې او د جهادي غوښتنو په اساس به د مسئول ارګان له لوري ترسره کيږي، داچې د دوبۍ دغونډې د برخوالونومونه اوشهرت هیچاته په ريښتيني توګه ندی معلوم داهم ددې خبري څرګندونه کوي چې په حقیقت کې کومه واقعي غونډه او د پام وړجریان وجود نلري.
دکابل ادارې په اصطلاح د سولې په نامه شورا چې تل هڅه کوي ځان ته مقرر شوي ډالري معاشونه جاري وساتي، په کراتو يې دغه راز بې نتيجې او له حقیقته لیري راپورونه خپاره کړي او په جعلي ډول يې د غیر مسئولو کسانو سره د خبرو په نامه مطبوعات ګرم ساتلي،بهرني اشغالګراودهغوئ ملګري دي پخوانۍ ناکامې او ترخې تجربې بیا نه تکراروي ، جعلي مذاکرات او نمایشات پرته له دې چې مسئله نوره هم پیچلې او جګړه اوږده کړي بله هیڅ نتیجه نه شي درلودلای ، که امریکایان او ملګري یې په دې امید وي چې په دغه ډول جعلي غونډو او توافقاتو به له اصلي قضې نه د خلکو توجه په بلخوا او دافغان اولس دجهاد او ازادۍ داعیه خاموشه کړي ، نو دا خیال یي خورا پوچ او بې معنی دی ، چې له ځمکنیو حقائقو سره اړخ نه لګوي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchiwn6.23nm-djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته