دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 75966
سیاف د ځان د کاندیدولو لپاره له ولسي جرګې استعفا وکړه

تاند- پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د ولسي جرګې له غړیتوبه استعفا ورکړه څو د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ځان کاندید کړي.
سیاف د ولسي جرګې دوهم غړی دی چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د جرګې له غړیتوبه استعفا کوي. ویل شوي چې د سیاف لومړی مرستیال به اسماعیل خان وي خو اسماعیل خان تراوسه د ابو او انرژۍ له وزارته استعفا نه ده کړې.
په همدې حال کې پخواني دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک هم د ولسمشر کرزي له سلاکارۍ استعفا کړې ده خو د ده د استعفا د علت په اړه څه نه دي ویل شوي. ویل کېږي چې ښايي وردک د کوم کاندید د مرستیال په توګه معرفي شي.
تر دې مخکې محمد محقق استعفا کړې وه څو په انتخاباتو کې د عبدالله د دوهم مرستیال په توګه کاندید شي.
ویل شوي چې اسحق ګیلاني هم په همدې منظور استعفا کړې خو د ګیلاني د استعفا په اړه د ولسي جرګې اداري پلاوي تراوسه څه نه دي ویلي.
سیاف یوه ورځ وروسته له دې اعلان وکړ چې ځان ولسمشرۍ ته کاندیدوي چې عبدالله عبدالله رسماً ځان کاندید کړ.
ویل کېږي چې سیاف د بریالیتوب زیات چانس نه لري خو که کاندید شي د عبدالله د بریالیتوب امکان زیاتولی شي ځکه چې د نورو احتمالي کاندیدانو لکه اشرف غني احمدزي، قیوم کرزي او یا هم زلمي رسول رایې کمولی شي.
اشرف غني د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځان به ژر ولسمشرۍ ته کاندید کړي خو تر دې دمه یې د انتخاباتو کمیسون ته مراجعه نه ده کړې. همداراز د زلمي رسول او قیوم کرزي په اړه ویل شوي چې ځانونه کاندیدوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaion0.49nmi1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته