دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۲۱:۰۲
د مطلب کود : 75912
د افغانستان ملي حاکمیت ته احترام ونه شي او افغانان مصوونه ونه اوسي، له امریکې سره به امنیتي تړون موږ ته د منلو وړ نه وي
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د ناصرو قوم له یو شمېر مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وویل چې د پردیو له احتیاج څخه د افغانستان د خلاصون یوازینۍ لاره زده کړه او تعلیم دی.
حامدکرزي وویل: " زه نن له تاسو سره د افغانستان د یوه آرمان خبره کوم چې دا آرمان د پردیو له احتیاج څخه د دې خاورې خلاصون دی."
حامدکرزي د ناصرو قوم مشران و هڅول چې له هر څه وړاندې د خپلو بچیانو زده کړې او تعلیم ته پاملرنه وکړي ترڅو افغانستان د علم او پوهې د ترلاسه کولو له لارې د نورو له احتیاج څخه خلاصون ومومي.
د هېواد جمهوررئیس د انتخاباتو پر ترسره کېدو باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د انتخاباتو ترسره کېدل په افغانستان کې د ثبات متضمن دی، له دې امله دا ملي بهیر باید هرومرو ترسره شي.
حامدکرزي د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د څرنګوالي په اړه د ناصرو قوم مشرانو او مخورو ته معلومات ورکړل، وې ویل چې موږ له امریکایي لوري سره په مذاکراتو کې د بهرني تیري د تعریف په هکله په خبرو بوخت یو. دا ځکه چې ممکنه نه ده چې یو هېواد پر افغانستان ښکاره پوځي یرغل وکړي، بلکې لکه اوس به زموږ په جامه کې تروریستان راولیږي او دلته به پرې خلک ووژني، نو که امریکا دغه ډول تروریستي عمل ته تیری ونه وایي او د هغه پر وړاندې زموږ ملاتړ ونه کړي نو اډې به یې دلته څه مفهوم ولري؟
جمهوررئیس زیاته کړه چې بله ډیره مهمه موضوع چې موږ له امریکې سره پرې نتیجې ته نه یو رسیدلي د دوی لخوا په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د نظامي عملیاتو ترسره کول دي. امریکا غواړي خپلو نظامي عملیاتو ته دلته د القاعدې او پر هغې پورې له تړلو ډلو سره د جګړې په نامه، ادامه ورکړي خو موږ دا هم د خپل ملي حاکمیت سره په ټکر کې ګڼو او د دغو عملیاتو په نتیجه کې د ملکي تلفاتو او زموږ د بیګناه عامو وګړو ځوریدل موږ ته د منلو وړ نه دي.
جمهوررئیس د ناصرو د قوم مشرانو ته وویل که د افغانستان ملي حاکمیت محترم ونه شمېرل شي او نقض شي او ولس مصون نه وي ، د افغانستان خلکو او نظام ته احترام ونه شي او د نظام د پیاوړي کېدو مخه همداسې ونیول شي په هغه صورت کې به نه دا قرارداد مفهوم ولري او نه به یې افغانان قبول کړي او نه به لویې جرګې ته د منلو وړ وي. نو موږ له امریکا غواړو چې که دا قرارداد رانه غواړي تر ټولو د مخه دې زموږ ملي حاکمیت لکه څنګه چې لازمه ده او د دنیا قوانین یې ایجابوي محترم وشمېري.
حامدکرزي زیاته کړه چې موږ افغانستان ته د سولې د راوستلو په خاطر خپلو هڅو ته دوام ورکوو خو د سولې موضوع په امریکې او پاکستان پورې تړلې ده او د نوموړو هېوادونو صادقانه همکارۍ ته اړتیا لري
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb59bz.rhbs8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته