دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 71954
حامدکرزي د جلال آباد په ښارکې د تروریستي برید د شهیدانو له کورنیو ټلیفوني خبرې وکړې
حامدکرزي د جلال آباد په ښارکې د تروریستي برید د شهیدانو له کورنیو او د هغه جومات له ملا امام سره چې په  دغه برید کې ورته زیان اوښتی دی،  ټلیفوني خبرې وکړې .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي، د جلال آباد په ښارکې د هند د قونسلګرۍ په وړاندې د روانې میاشتې د ۱۲ نېټې د تروريستي بريد د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب له ښاغلي فضل الرحیم سره چې د خپلې کورنۍ پینځه تنه غړي یې له لاسه ورکړي دي، ټلیفوني خبرې وکړې.
حامدکرزي په دغو ټلیفوني خبروکې یو ځل بیا د دغه برید د شهیدانو کورنیو ته د
خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او له هغوی سره یې د هر راز
مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس په دغو ټلیفوني خبروکې د شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د
افغانستان حکومت به له هغوی سره لازمې مرستې وکړې.
همدا راز حامدکرزي د هغه جومات له ملا امام حاجي محمد سعید سره هم ټلیفوني
خبرې وکړې چې په دغه تروریستي برید کې ورته زیان رسیدلی دی او تنکي طالب
العلمان یې شهیدان شوي دي.
د هېواد جمهوررئیس، حاجي محمد سعید ته وویل که څه هم د هند سفارت د دغه جومات د ترمیم ژمنه کړې ده خو پر دې سربیره به د افغانستان حکومت د دغه جومات د بیا جوړولو او ترمیم لپاره په اقدام لاس پورې کړي. 









سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdon05.yt0fk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته