دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 71853
حامدکرزی د ډاکتر حسن روحاني د لوړې په مراسموکې له ګډون وروسته، تېره شپه هېواد ته راستون شو
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی د ایران د منتخب جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني د لوړې په مراسموکې له ګډون وروسته، تېره شپه هېواد ته راستون شو.
د هېواد جمهوررئیس او ملګري پلاوي یې پرون مازیګر د ایران د منتخب جمهوررئیس
ډاکتر حسن روحاني د لوړې په مراسموکې ګډون وکړ چې د تهران په ښارکې د دغه
هېواد د اسلامي شورا د مجلس په مقرکې پرځای شول.
په دغو مراسموکې د افغانستان پر جمهوررئیس سربیره، شاوخوا د ۵۵ هېوادونو
مشرانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

د دغو مراسمو په پیل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا رئیس او د
قضایه قوې رئیس خبرې وکړې، بیا ډاکتر حسن روحاني په داسې حال کې چې د قضایه قوې رئیس هم حضور درلود، د ایران د اسلامي جمهوریت د اووم جمهوررئیس په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
د لوړې له مراسمو وروسته، ډاکتر حسن روحاني خبرې وکړې وې ویل:" د تدبیر او امید " دولت به د اعتدال لاره خپله کړي او د خپلو خلکو د سوکالۍ او غوره ژوندانه لپاره به هڅه وکړي، د فساد او تبعیض پر وړاندې به مبارزه وکړي.
ډاکتر روحاني د خپل دولت د بهرني سیاست په اړه وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د سولې او ثبات په لټه کې دی او د هېوادونو د پولو له تغیر سره مخالف دی. ده ټینګار وکړ چې په اوسنۍ نړۍ کې هیڅ قدرت نه شي کولای چې د نورو په نا امن کولو سره خپل امنیت ټینګ کړي.
نوموړي د خپلې وینا په پای کې د کابینې د پیشنهاد شویو وزیرانو نومونه او د
خپل حکومت کړنلاره د اسلامي شورا له مجلس څخه د رایې د اخیستلو لپاره د دغه
مجلس رئیس ته وسپارله.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د لوړې له مراسمو وروسته، پرون ماښام د ایران
له جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د تهران د سعد آباد په ماڼۍ کې ترسره شوه، د ایران جمهوررئیس د افغانستان له جمهوررئیس او ملګري پلاوي څخه یې له دې امله مننه او قدرداني وکړه چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې د ده د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته سفر وکړ. همدا راز روحاني د حامدکرزي د مبارکي د هغه پیغام له امله هم مننه وکړه چې د ایران د جمهوررئیس په توګه د ده د ټاکل کېدو په مناسبت
تهران ته لېږل شوی و.
ډاکتر روحاني په دې کتنه کې وویل چې ایران او افغانستان ګډه ماضي لرله او د
دغو دواړو هېوادونو اوس او راتلونکی هم ګډ دی او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د
اړیکو او همکاریو د پراختیا لپاره ښې زمینې موجودې دي.
په مقابل کې د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي وویل چې له ایران سره زموږ اړیکې د افغانستان د خلکو د جهاد پرمهال دوستانه او نیکې وې او د ایران حکومت او
خلکو له افغان کډوالو څخه هرکلی وکړ چې موږ ورڅخه مننه کوو.
د هېواد جمهوررئیس وویل چې د ایران خلکو د خپل جمهوررئیس د لوړې په نننیو
مراسموکې خپل ولسواک نظام وښود.
د دغې کتنې په پای کې دواړو لورو څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیرې
مسلې شته چې باید د هغو په اړه خبرې وشي او د دې کار د ترسره کېدو لپاره دې ته اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ تګ راتګ زیات او تفصیلي خبرې
ترسره شي.
د یادولو وړ ده چې ډاکتر حسن روحاني د ایران د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې
چې د روان کال د جوزا د میاشتې په وروستیوکې ترسره شول په سلو کې د ۵۰ اعشاریه ۷ رایو په ترلاسه کولو سره دایران د اووم جمهوررئیس په توګه وټاکل شو.






سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfwbz.rhb8sp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته