دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 68049
حسن روحاني د ايران نوى ولسمشر شو
د ايران د کورنيو چارو وزير مصطفى نجار اعلان وکړ، چې منځلاري کانديد حسن روحاني د جمهوري رياست انتخابات وګټل او د ايران نوى ولسمشر به وي.
نجار پرون ماښام وويل روحاني څه باندې ١٨ مليونه رايې اخيستي، چې د ټولو رايو پنځوس اعشاريه اته شپېته فيصده جوړوي.
د ايران د جمهوري رياست په دغو انتخاباتو کې حسن روحاني تر خپل نژدې رقيب باقر قاليباف او څلورو نورو سيالانو مخکې و.
د تهران ښاروال قاليباف په دغو انتخاباتو کې تر شپاړسو فيصدو کمې رايې ګټلې دي.

د کورنيو چارو وزير مصطفى نجار پرون ماښام حسن روحاني د جمهوري رياست د انتخاباتو د ګټونکي په توګه اعلان کړ:
”ښاغلي حسن روحاني د اتلسو مليونو ٦١٣زرو ٣٢٩ رايو په خپلولو سره اکثريت رايې ګټلي، [د ايران] د يوولسمې دورې د منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو“
افغان ولسمشر حامد کرزي،د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي او ګڼو نورو چارواکو ښاغلي روحاني ته د انتخاباتو د ګټلو مبارکي ويلې ده.
د ايران د جمهوري رياست انتخاباتو ته شپږو کانديدانو مبارزه کوله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceo78p.jh8vei6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته