دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 67426
د نیمروز په ګمرک کې ۴۲۰۰ بوتله شراب ونیول شول
نن د نیمروز په ګمرک کې له یو کانتینر څخه نژدې ۴۲۰۰ بوتله شراب ترلاسه شول. دغه شراب د موټرو د پرزو په کانتینر کې چې د متحده عربي اماراتو څخه راوړل شوی ؤ، ونیول شول. د نیمروز ګمرک د چارواکو په وینا دغه کانتینر نژدې یوه میاشت پخوا د نیمروز ګمرک په احاطه کې ولاړ ؤ او د څښتن درک یې نه ؤ. کله چې د ګمرک د موظفینو له خوا شکمن وپيژندل شو، نو د ولایت مقام څخه د اجازې اخیستلو وروسته یو پلاوی وټاکل شو. په دې پلاوي کې د څارنوالۍ ، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مدیریت او د ګمرک چارواکي شامل وو. کله چي کانتینر تشریح شو، نو نژدې ۴۲۰۰ بوتله شراب ترې راویستل شول.
نوموړی کانتینر او شراب د نوموړي پلاوي په وړاندې قفل او قضیه د عدلي او قضایي ارګانونو تر بررسۍ او څیړنې لاندې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce0qe.2bqmi8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته