د پاکستان صدراعظم نواز شریف افغانستان ته د تګ لپاره د ولسمشر حامد کرزی بلنه ومنله.
د نوازشریف دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې صدراعظم په ټیلفون نن له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړې.
افغان ولسمشر نوازشریف ته په انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړه او هغه ته یې بلنه ورکړه؛ چې افغانستان ته ورشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)