دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۴
د مطلب کود : 66957
معیوبانو د سره صلیب پر دفتر د حملې خلاف مظاهره وکړه
تاند- په جلال اباد کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د دفتر مخته نن یو شمېر افغان معیوبان راټول شول چې د وسله والو سخت دریځو له لوري پر دې دفتر حمله وغندي.
سره صلیب د طالبانو او حزبیانو په شمول له ټولو افغان معیوبانو سره د هغوی فکري تمایل ته له کتو پرته مرسته کړې، مصنوعي پښې یې ورته جوړې کړي او تداوي کړي یې دي.
دا کمېټه د افغانستان لپاره د کال نوي(۹۰) ملیون ډالره بودجه لري او په ټول افغانستان کې له زرګونو معیوبانو سره مرستې کوي.

څلور ورځې مخکې وسله وال سخت دریځي، وروسته له دې چې د سره صلیب د دفتر په خوله کې یې ځانمرګې چاودنه وکړه، دفتر ته ورننوتل یو بې وسلې ساتونکی یې وواژه، او بل ټپي کړ. په دې برید کې د سره صلیب د دفتر رييس برسېرن ژوبل شو خو نور کارکوونکي یې د افغان امنیتي ځواکونو د چټک عکس العمل په نتیجه کې روغ وایستل شول. وسله وال حمله کوونکي د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په دوو ساعتونو کې له منځه یووړل شول.
دا په شپږ ویشت کلونو کې، چې سره صلیب په افغانستان کې فعالیت پیل کړی، لومړی ځل و چې حمله پرې وشوه.
معیوبانو د سره صلیب پر نړیوالې کمېټې د برید د عاملانو پرضد شعارونه ورکول:«مړه دې وي حمله کوونکي، موږ د دې غیرانساني عمل عاملان غندوو.»
دوی له خپلو څرخچوکیو سره د سره صلیب د تړل شوي دفتر مخته راټول شوي ول.
د سره صلیب نړیواله کمېټه په جلال اباد کې د شپږو بهرنیو متخصصانو په ګډون ۳۶ کارکوونکي لري خو د جلال اباد د دفتر په شمول یې په ټول افغانستان کې خپل فعالیت ځنډولی دی. دې کمېټې په نورو ولایتونو کې د دفترونو کارکوونکو او د کلینیکونو مامورینو ته هم ویلي چې تګ راتګ ونه کړي او فعالیت ودروي.
تر دې مخکې طالبانو په کابل کې د م.م. د مهاجرت پر نړیوالې ادارې ورته برید کړی و. طالبانو د کابل د برید مسوولیت ومانه خو ادعا یې وکړه چې د سي آی اې د مامورینو پر استوګنځي یې برید کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0oni.49nim1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته