دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۳۲
د مطلب کود : 59820
د افغانستان په خیتځ کې د ۹ ولسوالیو ماشومانو د کوزڼ له واکسینه پاتې دي
د افغانستان په ختیځه سیمه کې څه باندې شپږ ویشت زره ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې دي.
په ختیځ کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې چارواکي وايي؛ چې د ختیځې سیمې په نهو ولسوالیو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین نه دي تطبیق شوي.
د دې شبکې مشر ډاکټر شفیق همدرد ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې دوی د خپلو سیمه ییزو استازو پر مټ د پولیو د واکسین په اړه ارزیابي کړې؛ چې له مخې يي د کونړ په اوو ولسوالیو د ننګرهار او نورستان په یوه یوه ولسوالۍ کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه دی ورکړل شوي.
بل خوا د ننګرهار د عامې روغتیا رييس باز محمد شیرزاد ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د لالپورې ولسوالۍ ستونزه تایید کړه، خو په خبره يې، چې په یاده ولسوالۍ کې د ناامنۍ له امله یوازې ۹۰ ماشومان د پولیو له واکسین نه پاتې شوي دی."
همدرد زیاتوي، چې د دوی دغه څیړنې د بشرد حقوقو خپلواک کمیسیون او په کابل کې د یوناما دفتر هم ورسره تايید کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgwbs.rhb95p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته