دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۴۵
د مطلب کود : 59617
صدیق صدیقي د ملانذیز د وسلوالې ډلې په اړه د امریکا د پریکړې هرکلۍ وکړ
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امریکا د هغې پریکړې هرکلۍ وکړ، چې په پاکستان کې میشته د ملانذیر سخت دریځه وسله واله ډله یې د تروریستانو په لیست کې شامله کړې.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، د افغانستان غوښتنه هم دا وه، چې هغه تروریستي ډلې دې په تور لست کې شاملې شي چې د پولې په دواړو خواوو کې فعالیت لري.
د ملانذیر وسله واله ډله چې په جنوبي وزیرستان کې نظامي مرکزونه لري په افغانستان کې پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ښکیله بلل کیږي.
د دې ډلې پخوانی مشر ملا نذیر روان میلادي کال د امریکا د بې پلیوټې الوتکې په حملې کې ووژل شو او اوس یې مشري د ملنګ وزیر په نوم یو کس کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfevdt.w6d1yaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته