دخپریدو نیټه :جمعه ۴ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 59179
په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو په نننۍ غونډه کې پر افغانستان خبرې کېږي
په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو په نننۍ غونډه کې پر افغانستان خبرې کېږي.
پرون د ناټو چارواکو وويل، د ۲۰۱۸ کال تر پايه د درې لکه دوه پنځوس زره افغان امنيتي ځواکونو پر ساتنې جدي بحثونه شوي.
د ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسن پرون وويل: له اقتصادي نظره د افغان امنيتي ځواکونو تمويل او ملاتړ تر دې لږ لګښت غواړي چې بهرني پوځيان په افغانستان ک کې حضور ولري:
(فکر کوم مسلې ته به په دې سترګه وګورو چې د نړيوالو ځواکونو تر ځاي پرځاي کولو به ښه دا وي چې د افغان امنيتي ځواکونو مالي ملاتړ وکړو. له سياسي نظره هم ښه ده چې د افغانستان دفاع ته افغاني بڼه ورکړو او له اقتصادي پلوه هم د افغان امنيتي ځواکونو مصرف د بهرنيو پوځيانو تر مېشتولو په ځلونو لږ دي.)

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزيف ډنفرډ او په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي موريتس يوخيمز نن د ناټو په غونډه کې د افغانستان د حالاتو په باب د بروکسل د غونډې برخوالو ته مالومات ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3zaw.t1a3y26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته