دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 57407
د هلمند په نوزادو کې درې ماشومان د یوه ماین په چاودنه کې ټپیان شول
د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې پرون ناوخته درې ماشومان د یوه ماین په چاودنه کې ټپیان شول.

د نوزاد ولسوال سید مراد اغا ازادۍ راډیو ته وویل، دا پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دې ماشومانو د سپرلۍ موټر پر یوه ښخ شوي ماین برابر شو.

دی وایي، چې د یوه ماشوم حالت نازک دی.

اخوا د کندز امنیتي چارواکي وایي، چې دوي تیره شپه د تخار ولایت اوسیدونکی یو پینځلس کلن هلک د یوه تښتونکي له منګولو خوشې کړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0ynm.49n0w1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته