دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 57127
هیلري کلینټن امنيتي چارو ته د خپل وزارت د ژمنې دفاع وکړه
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلنټن پرون د کانګريس په يوه استماعيه غونډه کې امنيتي چارو ته د خپل وزارت د ژمنې دفاع وکړه.

مېرمن کلنټن د مشرانو جرګې يوې کمېټې ته وويل، د بهرنيو چارو وزارت د ليبيا په بنغازي کې د امريکا پر سفارت د تېر کال له وژونکې حملې وروسته په ټوله نړۍ کې د خپلو ديپلوماتيکو مرکزونو د امنيت د ښه کولو لپاره چټک او زړه ور ګامونه اخيستي دي:

"دا هم مهمه ده چې يادونه وشي چې (د بنغازي له حملې سره) په ورته وخت کې موږ په قاهرې، صنعا، تونس او خرطوم کې له تاوتريخوالو ډکې حملې وليدې او دغه راز په ډېرو نورو سمو کې، چې زموږ زرګونه ديپلوماتان خدمت کوي، د ديپلوماتيکو مرکزونو مخته ډېر اعتراضونه وشول.

نو ما سمدستي په نړۍ کې، په تېره بيا په هغو ځايونو کې چې امنيتي خطر زيات و، پر امنيتي وضعيت د بيا کتنې امر وکړ.

ما له دفاع وزارته وغوښتل، د امنيتي چارو د ارزونې له ډلې سره يوځای شي او په سلګونو اضافي سمندري پلي ځواکونه او امنيتي ساتونکي واستوي.

ما د بهرنيو چارو لومړي مرستيال وزير هغه ځاي ته ونوماوه چې زيات امنيتي خطر ورته پېښ و، څو د اړتيا په وخت په خطرناکو ځايونو کې ديپلوماتيکو مرکزونو ته توجه وشي."

د متحدو ايالتونو د باندنيو چارو وزيرې همدا راز وويل، چې ايف بي اي د تېر کال د سپټمبر په يوولسمه د بنغازي د حملې، چې په نتيجه کې يې د امريکا سفير کريس سټېفنس ووژل شو، ځينې مهم څرکونه لګولي دي.

مېرمن کلنټن د جمهوري غوښتونکو دا تورونه په غوسه رد کړل، چې ګنې حکومت د حملې د جزيياتو د پټولو هڅه کړې ده:

"زما لپاره دا يوازې د پاليسۍ مساله نه ده. دا شخصي چاره ده. زه د ولسمشر اوباما تر څنګ ولاړه وم چې سمندري ځواکونو( په بنغازي کې د وژل شويو امريکايي ديپلوماتانو) په بيرغونو کې پېچلي تابوتونه په اندريوز هوايي اډه کې له الوتکې څخه کښته کړل. ما د هغوي په ميندو، پلرونو، خويندو، وروڼو، زامنو او لوڼو او ښځوغېږ راوګرځوله."

هيليري کلنټن د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې ته همداراز وويل، چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه د هغې اشتباه اقدام پوره مسووليت په غاړه اخلي چې په نتيجه کې يې د بنغازي په قونسلګرۍ حمله وشوه.

ټاکل شوې وه، چې په ملګروملتو کې د امريکا سفيره سوزن راييس د مېرمن کلنټن په ځای د بهرنيو چارو وزيره ونومول شي، خو هغه وروسته له دې د ځان له نومونې تېره شوه چې د بنغازي پېښه يې د مظاهرې نتيجه وبلله او په دې خاطر پرې سخت انتقادونه وشول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjavei.uqea8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته