دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۱۶
د مطلب کود : 56380
که امریکا خپلې ژمنې عملي نه کړي، امنیتي تړون ورسره نه لاسلیکوو
جمهور ریس حامد کرزی وایي، که د امریکا متحده ایالات په خپلو هغو ژمنو عمل ونه کړي، چې اوس مهال یي د واشنګټن په خبرو کې کړې نو افغان دولت به ورسره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي.

ولسمشر په دې ترڅ کې د امریکایي ځواکونو له خوا افغانانو ته د بګرام د زندان سپارلو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې له امریکاېې چارواکو سره یی په دې اړه د واشنګټن په خبرو کې موافقه کړې ده.

حامد کرزي چې د دوشنبې په ورځ یې د ارګ په ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبری کولې وویل، چې له امریکا سره به د امنیتي تړون د لاسلیکولو په برخې کې افغان حکومت ډیر غور وکړي:

"هغوي مخکې هم یو وار موږ سره موافقه کړې وه، چې زندانونه به سپارل کېږي، ولې ویې نه سپارل دا وار ډاډ درکوم، چې عملي شو، پوره ډاډه اووسئ، ترڅو چې دغه کار ونه شي، د امنیتي تړون موافقه به اجرا نه شي، برعکس په امنیتي تړون کې امریکا بیړه کوي، په همدې سفر کې هم موږ ته وویل شول، امریکا غواړي ژر تر ژره امنیتي تړون لاسلیک کړي، ولې افغانستان غواړي چې په دې تړون له لازم دقت وکړي، لکه چې له امریکا سره مو په سټراټیژیک تړون کې دقت وکړي یونیم کال مو ورباندې غور وکړ، موږ په دې تړون کې هم غوړو له دقت څخه کار واخلو."

حامد کرزي وویل، چې له امریکا سره به د امنیتي تړون په اړه د خبرو دوهم پړاو ډیر ژر په کابل کې پیل شي.

ولسمشر په افغانستان کې د امریکایې سرتیرو د قضایې مصونیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، امریکا نه غواړي چې د تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته پرته له دې چې عسکر یې قضایې مصونیت ولري په افغانستان کې پاتي شي.

خو دا یې هم وویل، چې په دې اړه به افغانان په یوې لویې جرګې کې تصمیم ونیسي:

"بله مهمه مساله په دې سفر کې دا وه، چې دوي به افغانستان ته بې پیلوټه الوتکۍ هم ورکوي، چې افغانان به په هغه کې روزل کېږي د دې الوتکو پرواز، کنترول، ساتنه او عملیات به خپله د افغانستان اردو او روزل شوي صاحب منصبان کوي.

نو بې پیلوټه الوتکې به د استخباراتي معلوماتو لپاره افغانستان ته ورکول کېږي د دې ترڅنګ به ځیني حساس استخباراتي وسایل هم افغانستان ته ورکول کېږي، چې افغانستان د هغه استخباراتي وسایلو په ذریعه خپل حریم خپله خاوره او خپله فضا ښه وساتي."

حامد کرزي په ډاګه کړه، چې له امریکایې سیال سره یې په خبرو کې د هېواد د امنیتي ځواکونو د تجهیز په اړه هم موافقه کړې او امریکا به د ۴ ترانسپورتي، شل هیلکوپټرو ترڅنګ بې پیلوټه الوتکۍ هم افغانستان ته ورکړي، خو تر ۲۰۱۷ کال پورې به یواځې اوسنی پوځي ځواک وروزي
سرچينه : د صدای افغان خیری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjytei.uqemoz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته