دخپریدو نیټه :شنبه ۲ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 54507
جمهور رئیس اوباما د اسدالله خالد د روغتیا پوښتنه وکړه
 د امریکې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جلالتمآب بارک اوباما د پنجشنې له غرمې وروسته د لېندۍ په ۳۰ مه (د دسمبر ۲۰ مه) د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس اسدالله خالد څخه په هغه روغتون کې عیادت وکړ، چې اسدالله خالد پکې تر درملنې لاندې دی.

د امریکې د متحده ایالاتو جمهور رئیس، په ښاغلي خالد ناکام ځان وژونکی برید و غنده او په هغه پېښه کې د نوموړي ټپې کېدو په اړه یې تأسف څرګند کړ. بارک اوباما د ښاغلي خالد د درملنې په اړه په تفصیلي معلومات غوښتونکی و غوښتل او په دې یې خوښي څرګنده کړه چې د ښاغلي خالد روغتیایې حالت مخ په ښه کېدو دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciywaw.t1a5u26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته