دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 53712
د لغمان امنيتي کسانو د ناجیه صدیقي د وژنې په تور دوه تنه شکمن کسان نیولي
د لغمان امنيتي کسانو د ناجیه صدیقي د وژنې په تور دوه تنه شکمن کسان نیولي دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ویلي، چې د لغمان امنيتي ځواکونو د لغمان د ښځو چارو د ریاست سرپرستې ناجیه صدیقي د وژنې په تور دوه تنه تورن کسان نیولي، چې اوس د ملي امنیت په ریاست کې تر پوښتنو لاندې دي.

بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې پيښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ناجيه صدیقي نن سهار وختي د لغمان مرکز اړوند د چلمټیو سیمه کې د وسله والو کسانو په برید کې ووژل شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0edt.w6dmyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته