دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 53217
پاکستان افغانستان ته د اوږد مهالو سټراټیژیکو همکاریو د تړون لومړنۍ مسوده سپارلې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې پاکستان ورته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهالو سټراټیژیکو همکاریو د تړون لومړنۍ مسوده سپارلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې دغه مسوده اسلام اباد ته د ډاکتر زلمي رسول په مشری د افغان پلاوي د سفر پر مهال ورکړل شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ پاکستان ته ولاړی څو د افغانستان د سولې په پروسه کې ددې هیواد ملاتړ تر لاسه کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfe0dt.w6dmyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته