کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان افغانستان ته د اوږد مهالو سټراټیژیکو همکاریو د تړون لومړنۍ مسوده سپارلې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 قوس 1391 ساعت 17:06


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې پاکستان ورته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهالو سټراټیژیکو همکاریو د تړون لومړنۍ مسوده سپارلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې دغه مسوده اسلام اباد ته د ډاکتر زلمي رسول په مشری د افغان پلاوي د سفر پر مهال ورکړل شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ پاکستان ته ولاړی څو د افغانستان د سولې په پروسه کې ددې هیواد ملاتړ تر لاسه کړي.


د مطلب کود: 53217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53217/پاکستان-افغانستان-ته-د-اوږد-مهالو-سټراټیژیکو-همکاریو-تړون-لومړنۍ-مسوده-سپارلې

آوا
  https://www.avapress.com