دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 49313
دچين او افغانستان د ستراتیژیکې اعلامیې دپلي کیدا دپلان تفاهملیک او دمرستو دوه سندونه لاسلیک شول
افغانستان او چین ددواړو هیوادو ترمنځ دګډې ستراتیژیکې اعلامیې د پلې کیدا لپاره دعملي پلان تفاهملیک او په امنیتي او اقتصادي برخو کې دمرستو دوه سندونه لاسلیک کړل.
د«افغان غږ خبری آژانس» اژانس دخبرله مخې د ولسمشر دمطبوعاتي دفتر په نقل حامد کزري دچین دخلکو د جمهوریت له لوړ پوري هیت سره د ولسمشرۍ په اړک کې لیدنه او خبرې اترې وکړې.
دتیرې شپې په لیدنه کې دواړو لوریو د دواړو هیوادو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او پیاوړ تیا په برخه کې او همدارنګه د افغانستان او چین ترمنځ د ګډې ستراتیژیکې اعلامیې دپلي کیدلو او دعملي پلان د تحقق لپاره خبرې وکړي.
ولسمشر کرزي له افغانستان سره په تیرو لسوکلونو کې دچین دحکومت او خکلوله مرستو پورې اړین وباله او څرګنده یې کړخ چې ګډو امنیتي تهدیدونو دله منځه وړلو لپاره دسیمې هیوادونه باید ګډې هڅې وکړي.
کابل ته د چینایي پلاوي رییس سفرموخه د دواړو هیواد ترمنځ دستراتیژیکو مرستو په اړه د دواړو هیوادو د ولسمشرانو د تصامیمو د نیولو په اړه چې دمخه یې صورت نیولی ؤ تحقیق ؤ.
هغه وویل: چې چین د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي غوښتونکي دی اومونږ غواړو چې له افغانستان سره زمونږ مرستې ډیرې او پراخړالي ومومي.
ښاغلي«زویانکانګ» په افغانستان کې دخپل هیواد له پانګه اچونې سره د علاقمندۍ ښودلو په ترڅ کې هیله وښوده څو ډیر چینایي پانګوال افغانستان ته راشي او په بیلابیلو برخو کې پانګه اچونه وکړي.
تردې لیدنې وروسته دیو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان او چین ترمنځ د ستراتیژیکې ګډې اعلامیې دپلي کیدو لپاره د علمي پلان تفاهملیک او د دواړو هیوادو د دولتي مسولینو ترمنځ په امنیتي او اقتصادي برخو کې د مرستو دوه سندونه لاسلیک شول، پدې مراسمو کې چې دولسمشر دوه یم مرستیال محمد کریم خلیلی دملي امنیت عمومي رییس اسدالله خالد او دکورنیو چارو دوزارت مرستیال شتون درلود.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت او دچین د خلکو د جمهوریت ترمنځ د ستراتیژیکې ګډې اعلامیې دپلې کیدو لپاره د عمل دپلان تفاهملیک د بهرنیو چارو دوزارت دمرستیال«جاوید لودین» او په افغانستان کې دچین د هیواد دسفیر«زوفی هنګ» له خوا لاسلیک شو.
په همدې ډول د ۱۵۰ ملیونه پوهانوپه ارزښت د تخنیکي او اقتصادي مرستو موافقت لیک د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر انورالحق احدي او دچین دخلکو د جمهوریت د سوداګرۍ د وزارت د مرستیال«و چې هانګ تونګوی» له خوا لاسلیک شو.
پدې مراسموکې همدارنګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پولیسو د تجهزاتو د پوره کولو لپاره د مرستې دپلان موافقت لیک دکورنیو چارو د وزارت دمرستیال او دچین د عامه امنیت د وزارت د مرستیال«زهانګ زینک فینک» له خوا لاسلیک شو.
سرچينه : د صدای افغان خیر آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxxnk.23nwzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته