دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۲۱
د مطلب کود : 42761
د چین حکومت له افغانستان سره د ۲۴ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه
د ولسمشرانو حامد کرزي او هو جین تاو تر منځ د خبرو په نتیجه کې دا اقدام ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو پرمختګ بلل کیږي.
د چین حکومت نن له افغانستان سره د لږ تر لږه ۲۴ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د چین ولسمشر ویلي دي، چې هیواد به یې په افغانستان کې د ناروغیو د کنټرول او د سرحدونو دامنیت په ټینګولو کې مرستو ته دوام ورکړي.

هوجین تاو نن په پيکنګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره تر لیدو وروسته وویل:

(افغانستان اوس په حساسه مرحله کې دی. چین د افغانستان ملګری او د اعتماد وړ ګاونډی دی.

موږ به په راتلونکې کې هم له افغانستان سره د دوستانه اړیکو ټینګولو پالیسۍ ته متعهد پاتې شو.

موږ به له افغانستان سره خپلو صادقانه مرستو ته دوام ورکړو. )

د ولسمشرانو حامد کرزي او هو جین تاو تر منځ د خبرو په نتیجه کې دا اقدام ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو پرمختګ بلل کیږي.

ولسمشر حامد کرزي هم د شنجین ولایت په ارتباط په خبرو کې د چین پر ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کړی دی. په شنجین ولایت کې زیات ایغورو مسلمانان اوسي.
پیکنګ وايي، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونوتر وتلو وروسته د دې هیواد په اقتصادي بیا رغونه کې د ستر رول لوبول غواړي. رپوټونه وايي، چین اوس هم د افغانستان د تیلو او منرالونو پر معادنو د یو ملیارد ډالرو پانګونه کړې ده .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.net/vdchzqnk.23ni-djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته