دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 41918
وسلوالو طالبانو د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې یو قومي وژلی
دغه قومي مشر تیره شپه وژل شوی او له دولت سره یي هیڅ ډول اړیکې نه درلودلې.
د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې یو قومي مشر دولت سره د همکاری په تور د وسلوالو طالبانو له خوا وژل شوی.

د دې ولایت د جنایي پیښو په وړاندې د مبارزې مدیر ګلاب خان نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه قومي مشر تیره شپه وژل شوی او له دولت سره یي هیڅ ډول اړیکې نه درلودلې.

دغه راز په دهراود ولسوالۍ کې د محلي پولیسو په یو موټر د بم په چاودنه کې د دغو پولیسو یو قومندان وژل شوې.

د دې دواړو پیښو په اړه وسلوالو طالبانو څه نه دي ویلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaony.49n661xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته