دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 40592
مارک ګراسمن د افغان امنیتي ځواکونو په اړه د مشورو لپاره درو هیوادونو ته سفر کوي
تاند - د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو خاص استازی مارک ګراسمن به په شیکاګو کې د ناټو ترسرمشریزې وړاندې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د سلا مشورو په خاطر ډنمارک، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، ګراسمن غواړي چې د اپریل له درویشتمې تر پنځه ویشتمې پوري کوپنهېګن، انقرې او دوبۍ ته لاړ شي.

ګراسمن پرون ډنمارک ته لاړ چې له دغه هیواد څخه د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره د مرستو غوښتنه وکړي.
په خبرپاڼه کې، چې یوه کاپي یې تاند ته په لاس ورغلې، ویل شوي چې ښاغلی ګراسمن به په انقره کې له ترک چارواکو سره په کتنو کې په دې سلا مشورې وکړي چې د شیکاګو تر سرمشریزې مخکې، چې د مې په میاشت کې جوړېږي، نړیواله ټولنه په څه ډول د یوې داسي افغان ملي اردو ملاتړ کولی شي چې هم وړتیا ولري او هم یې شمېر کافي وي.

امریکايي چارواکي وايي چې له ۲۰۱۵ وروسته دې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر یولکو شل زره کم شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي:« شیکاګو به په افغانستان کې زموږ د هلوځلو لپاره یو مهم پړاو وي ځکه چې د ناټو مشران دلته د لیزبون د سرمشریزې په چوکاټ کې د ځواک لېږد او دغه راز د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په باب خبرې کوي.»

ښاغلی ګراسمن به د اپریل په څلرویشتمه ابوظهبۍ ته لاړ شي چې د افغانستان د نړیوالې تماس ډلې په غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان د تماس د نړیوالې ډلې غونډه د روان اپریل په پنځه ویشتمه یعني د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ پیل کېږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchimnk.23nvwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته