دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۲۳
د مطلب کود : 40202
په بروکسل کښې د ناټو د غړوهیوادونو د وزیرانو غونډه پيل شوه
د افغانستان په ګډون د ناټو او ايساف د غړو هېوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې پيل شوه.
دغه غونډه د ناټو د عمومي سرمنشي راسموسن په وينا پيل شوه، چې لومړۍ به په کې د ناټو اړوند موضاعاتو باندې خبرې کېږي، ورپسې به سبا په دوهمه ورځ د ايساف او بيا به د افغانستان په مسئله هم خبرې وشي.


د ناټو سرمنشي اندرس فو راسموسن وویل، چې له افغانستان څخه د استرالیايي ځواکونو له وخت وړاندې وتل د جګړې د پلان یوه برخه ده.
نوموړي وویل، د استرالیايي ځواکونو ژر وتل به نور هېوادونه ونه هڅوي، چې له وخت وړاندې له افغانستانه ووځي.
عمومي منشي د وزیرانو غونډې پیل کې وویل، چې ناټو ځواکونه به په تدریجي ډول له مهال وېش سره سم، افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو لېږد بشپړ کړي:
د استرالیا لومړۍ وزیرې جولیا ګیلارد په تېره سه شنبه (اپریل ۱۷) له مهال وېش یو کال مخکې له افغانستان څخه په ۲۰۱۳ کې د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ.
د افغان پلاوي يوه کس پژواک اژانس ته د نوم نه ښودو په شرط وويل، چې د افغانستان په اړه به له ٢٠١٤ زېږديز کال څخه وروسته د افغان ځواکونو پر کمښت خبرې وشي.
په بروکسل کې د ناټو د مرکزي دفتر يوه لوړ پوړي چارواکي هم وويل، چې په دې غونډه کې د افغانستان، امريکا، بريتانيا، جرمني او ګڼ شمېر نورو هېوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيران برخه اخيستې ده.هغه زياته کړه، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمی رسول او د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ له خپل پلاوي سره په دغه غونډه کښې ګډون کړی دی
د هغه په وينا، د ناټو د وزيرانو په دې غونډه کې د افغانستان په اړه په درېيو مهمو موضوعاتو خبرې کېږي، لومړی د امنيت د لېږد د چارو ارزونه او د درېيم پړاو پيلول، له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو په رول او درېيم دا چې له دغه کال وروسته افغان ملي ځواکونو ته د مالي تمويل او لګښتونو برابرول دي.
نوموړی وايي، چې افغان وزيران به په دې غونډه کې د امنيت، بيارغونې او سياسي پرمختګ په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي.
د ناټو سرچينې زياته کړه، چې د دې غونډه پر مشورو، وړانديزونو او هوکړو باندې به د شيکاګو په غونډه کې پرېکړې کېږي.
د مرکزي اسيا لپاره د ناټو ځانګړي استازي او د ناټو د عمومي منشي راسموسن سياسي سلاکار جېپسن اپاتوري له غونډې مخکې افغان خبريالانو ته د منځنۍ اسيا له لارې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته د اکمالاتو په اړه معلومات ورکړل.

سرچینه:پشتو تهران رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf00dj.w6dxxaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته