دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 39760
په خوست کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو روغتون جوړیږي
دا روغتون د خوست ښار په لویدیځه څنډه کې د ولایت د کامپلیکس ودانیو ساحه کې جوړیږي.
په خوست کې نن د روږدو کسانو د درملنې لپاره د یو روغتون د بنسټ ډبره کیښودلې شوه.

دا روغتون د خوست ښار په لویدیځه څنډه کې د ولایت د کامپلیکس ودانیو ساحه کې جوړیږي.

د دې روغتون لپاره د نشه یې موادو سره د مبارزې وزارت له خوا دولس میلیونه افغانۍ ځانګړي شوي چې ساختماني کار به یې د شپږو میاشتو په تر څ کې بشپړ او ګټي اخیستنې ته به وړاندې شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxmq1.2bqoe8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته