دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 39093
امریکا او افغانستان د شپې عملیاتو د څرنګوالي د بدلولو په اړه موافقې ته نژدې شوي
داړوه خواوې په عمومي ډول په دې سلا دي چې د شپې له خوا د عملیاتو د مشرۍ چارې باید د افغان ځواکونو پر غاړه وي او ددغو عملیاتو لپاره باید د افغان قضايي سیستم لخوا امر موجود وي.
د امریکا د دفاع د وزارت یو مقام وايي، افغان حکومت او متحده ایالات د شپې له خوا د عملیاتو د څرنګوالي د بدلولو په اړه موافقې ته نژدې شوي دي.

رویترز خبري اژانس ددغه امریکايي چارواکي په حواله وايي، چې داړوه خواوې په عمومي ډول په دې سلا دي چې د شپې له خوا د عملیاتو د مشرۍ چارې باید د افغان ځواکونو پر غاړه وي او ددغو عملیاتو لپاره باید د افغان قضايي سیستم لخوا امر موجود وي.

خو د هغه په وینا د شپې د عملیاتو پر مهال د مشکوکو کسانو د نیولو او له هغوي څخه د تحقیقاتو په برخه کې د کابل او واشنګټن تر منځ یو څه اختلافات لا موجود دي .

افغان ولسمشر حامد کرزي په وار وار د بهرنیو ځواکونو لخوا د شپې د عملیاتو غندنه او د هغې د بندیدو غوښتنه کړې ده.

بل لورته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلری کلنټن ویلي یوه کم اندازه سرتیرې به له ۲۰۱۴ م کال وروسته د افغانستان د حکومت د بلنې پر اساس په دغه هیواد کې پاتې شي څو له افغان ځواکونو سره د روزنې او سلا مشورو په برخه کې مرسته وکړي.

خو د میرمن کلنټن په وینا امریکا په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو غوښتونکي نه ده.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfgbf.rhb99p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته