دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 38324
امریکا او افغانستان د سنتراتیژیکو همکاریو تړون ته نژدې شول
د ستراتیژیکو همکاریو په تړون کې د افغانستان حکومت له امریکا سره پر دوو ټکو اختلاف درلود؛ یو د شپې په مخه د امریکايي پوځیانو له چاپو او بل په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له زندانونو سره.
تاند - د امریکا متحدو ایالتونو  وویل، داسي ښکاري چې له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون د لاسلیکېدو وخت رانژدې شوی وي. دا تړون د افغانستان او امریکا د اړیکو راتلونکی له ۲۰۱۴ وروسته په ګوته کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول سره په ګډه خبري غونډه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون ته په اشارې وویل:«موږ په تېرو څو ورځو کې ښه پرمختګ کړی. موږ ډېر غواړو چې دا تړون د شیکاګو تر سرمشریزې مخکې یا په سرمشریزه کې لاسلیک کړو او زه فکر کوم چې موږ دې ته تیار شوي یو چې دا کار وکړو.»

د ستراتیژیکو همکاریو په تړون کې د افغانستان حکومت له امریکا سره پر دوو ټکو اختلاف درلود؛ یو د شپې په مخه د امریکايي پوځیانو له چاپو او بل په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له زندانونو سره.

مېرمن کلنټن وویل، هیڅکله به په افغانستان کې د سولې داسي موافقه ونه مني چې له ښځو خپل حقونه بېرته اخلي.

دې وویل، د امریکا متحد ایالتونه به هغه وضعیت هیڅکله ونه زغمي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې و، هغه حالت چې ښځو له کار کولو او زده کړې بې برخې وې.


له دې سره سره چې امریکایان او د دغه هیواد متحدان د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د وتلو ژمنې کوي، طالبان په افغانستان کې د خپلې خوښې وړ شرعي نظام تر ټینګېدو پوري د جګړې پر دوام ټینګار کوي. دا مسله سبب کېږي چې د افغانستان حکومت د امریکایانو شرایط ومني او د ستراتیژیکو همکاریو په تړون کې متحدو ایالتونو ته تر اوږدې مودې پوري پنځه یا څلور اډې ورکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkxnx.23n6idjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته