د پنجشیر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د واوري ښویدو له امله 3 تنه وژل شوي او یو بل ژوبل شوی.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړی مولوی عبدالکریم عباسي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه واوره تیره شپه ښوېدلې؛ چې سلګونه څاروي په کې له منځه تللي دي.
نوموړی وايي، چې واورې ښویدنې د دې ولسوالۍ لاره بنده کړې او له چاروکو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)