دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۲۶
د مطلب کود : 36177
د وزیرانو شورا د ۵۰۰ ماشومانو د درملنې لپاره بودیجه منظور کړه
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د یاد شوي لګښت نیمایي یعنې یو میلیون ډالر به د افغانستان حکومت او پاتې نور به یې خپله د سرې میاشتې اداره ورکوي.

د وزیرانو شورا غونډې د سرې میاشتې هغه وړاندیز شوې بودیجه منظور کړه چې د افغانستان د شاوخوا ۵۰۰ هغو ماشومانو د تداوۍ لپاره لګول کیږي چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي.

په دغې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه، د هغو ۵۱۳ ماشومانو د تداوۍ لپاره د بودیجې پېشنهاد چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي، د کابینې غونډې ته وړاندې شو.

په پېشنهاد کې راغلي چې اوس مهال د افغانستان له سرې میاشتې سره ۲۰۰۰ تنه د زړه د سوري ناروغ ماشومان راجستر دي، له هغو څخه یې ۵۱۳ تنه بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري، او دا چې په افغانستان کې امکانات وجود نه لري، نو اړتیا لیدل کیږی چې دغه ناروغان بهر ته ولېږل شي، چې دوه میلیون ډالره لګښت پرې راځي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د یاد شوي لګښت نیمایي یعنې یو میلیون ډالر به د افغانستان حکومت او پاتې نور به یې خپله د سرې میاشتې اداره ورکوي.

د هیواد جمهور رئیس د سرې میاشتې له پیشنهاد او هر اړخیزو خبرو اترو وروسته د مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه تر څو د نوموړې بودیجې د تادیې په اړه لازم او فوري اجراءات ترسره کړي.
--
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz8bf.rhb0zp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته