دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۱۷
د مطلب کود : 35416
کرزی راتلونکې اوونۍ ته اروپا ته سفر کوي
ولسمشر کرزی به له ايټالیا سره د ستراتيژیکو همکاریو موافقه، له فرانسې سره معاهده او له بریتانیې سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي چې مودې یې توپیر لري.
افغان حکومت وایي، چې په راتلونکې اوونۍ کې به ولسمشر کرزی له یو شمېر هېوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو د ټینګولو په هدف اروپا ته سفر وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې ولسمشر کرزی به له ايټالیا سره د ستراتيژیکو همکاریو موافقه، له فرانسې سره معاهده او له بریتانیې سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي چې مودې یې توپیر لري.

د موسی زي په خبره د دې ستراتیژیکو همکاریو په ترڅ کې به دا هېوادونه د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي، پوځي او داسې نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

ده څرګنده کړه، چې له امریکایي سره د ستراتیژیک سند په اړه به ډیر ژر د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې بیا پیل شي.

د دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګوندې د کابل د روزنیز مرکز یو شمېر سرتیري د مسمومیدو له امله مړه شوي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3t9w.ak9nq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته