دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۲۵
د مطلب کود : 33205
اطهر عباس: د ناټو د حملې پر سر د افغانستان د سولې هڅې دروو
د روانې اوونۍ په پیل کې د ناټو ځواکونو له لوري پر پاکستاني پوځیانو بمباري په افغانستان کې د سولې د هلوځلو لپاره د پاکستان همکاري له خطر سره مخامخوي.
د پاکستان د پوځ ویندوی نن خبرداری ورکړ چې د روانې اوونۍ په پیل کې د ناټو ځواکونو له لوري پر پاکستاني پوځیانو بمباري په افغانستان کې د سولې د هلوځلو لپاره د پاکستان همکاري له خطر سره مخامخوي.

اطهرعباس د شنبې د شپې د پېښې په اړه، چې ۲۴ پاکستاني پوځیان پکې وووژل شول،رویټرز خبري اژانس ته وویل:«دا مسله د پاکستان د همکارۍ د اندازې او کچې لپاره جدي عواقب لرلی شي.»

اطهر عباس د ناټو او افغان مقاماتو دا تور رد کړ چې ګني د ناټو ځواکونو پر افغان او ناټو قواوو د پاکستاني پوځیانو د ډزو په ځواب کې پاکستانۍ پوسته بمباري کړې ده.

اطهر عباس وايي چې پاکستاني پوځي چارواکو د حملې په مهال له ناټو بیا بیا وغوښتل چې د پاکستانۍ پوستې بمباري ودروي خو هغو بمبارۍ ته دوام ورکړ او د پاکستاني چارواکو خبرو ته یې غوږ ونه نیوه.

اطهر عباس خبرداری ورکړ چې د دې حملې نتیجې کېدای شي خورا سختې او درنې وي.

ده ادعا وکړه چې په تېرو درو کلونو کې د امریکا د بې پېلوټو الوتکو په حملو کې دوه اتیا(۸۲) پاکستاني پوځیان وژل شوي او تر یونیم سل زیات نور ژوبل شوي دي.

اطهر عباس وویل چې د ناټو له لوري پر دې پېښې خواشیني د دوی لپاره کافي نه ده او دا پېښه سخت عواقب لرلی شي.
د حملې سیمې ته نژدې د افغانستان سرحدي ځواکونو وویل، افغان او ناټو ځواکونو په ګډه په سیمه کې د طالبانو پرضد عملیات کول چې د پاکستان د پوځ له پوستې څخه پرې ډزې وشوې.

د دوی په وینا دې مسلې نړیوال ځواکونه وپارول چې پر پاکستاني ځواکونو برید وکړي.دوی دا هم وویل چې تر حملې مخکې پاکستاني مقاماتو ته خبر هم ورکړای شوی و.
ناټو او امریکايي مقاماتو په ځلونو ویلي چې د پاکستان له پوستو یا د پوستو له شاوخوا څخه په افغانستان کې د دوی پر پوستو، او د افغانستان د حکومت پر تاسیساتو بریدونه کېږي او چې کله دوی پاکستان ته شکایت وکړي چې له پلانکۍ پوستې پرې برید شوی پاکستانیان وايي چې د دوی پوځیانو هماغه پوسته تخلیه کړې وه.



د چین عکس العمل



چین، چې د پاکستان نژدې متحد او دوست ګڼل کېږي، پر پاکستاني پوځیانو پر بمبارۍ ژوره اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي:«چین په دې مسله ټکان خوړلی، د پېښې د قربانیانو په اړه ژوره اندېښنه لري او له پاکستان سره د زړه له تله خواحوږي څرګندوي.»



د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی هونګ لي له قوله په یوه اعلامیه کې، چې د دغه هیواد د باندنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې خپره شوې، ویل شوي :«چین باور لري چې پاکستان یو خپلواک هیواد دی چې باید د هغه د ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا درناوی وشي او د شنبې د شپې د پېښې په اړه سم تحقیقات وشي.»

پاکستان، چې له امریکا سره یې اړیکې مخ په خرابېدو دي، په وروستیو کې ډېرې هڅې پیل کړي چې ځان د چین غېږې ته واچوي.


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamune.49new1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته