دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 301787
په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت په تور تر سلو زیات کسان نیول شوي دي
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو په پراخو عملياتو کې تر سلو ډېر کسان د کوکنارو د کښت په تور نيولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر شفیق الله حافظی وایی، چې د امنیتی ځواکونو په پراخو عملیاتو کې تر سلو زیات کسان د کوکنارو د کښت په تور نیول شوی دی.
هغه زياته کړه: دغه کسان د بدخشان ولايت د ارګو، درايم، يفتل پايان، جرايم، شهدا او بهارک له ولسواليو څخه د کوکنارو د کرلو په حال کې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول. د هغه په ​​وينا، له دغو کسانو څخه ٧٥ مخابراتي وسايل لکه موبايلونه هم نيول شوي دي.
دبدخشان ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې رييس وويل چې نيول شوي کسان دوسيې له څيړنې وروسته عدلي اوقضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
بايد وويل شي، چې په تېرو دوو ورځو کې د بدخشان ولايت د امنيتي ځواکونو له خوا تر ١٣٠ زيات کسان د کوکنارو د کښت په تور نيول شوي دي.
https://avapress.net/vdcbw8bfzrhbgzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته