کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت په تور تر سلو زیات کسان نیول شوي دي

13 قوس 1403 ساعت 10:05

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو په پراخو عملياتو کې تر سلو ډېر کسان د کوکنارو د کښت په تور نيولي دي.


آوا - مزارشریف: د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر شفیق الله حافظی وایی، چې د امنیتی ځواکونو په پراخو عملیاتو کې تر سلو زیات کسان د کوکنارو د کښت په تور نیول شوی دی.
هغه زياته کړه: دغه کسان د بدخشان ولايت د ارګو، درايم، يفتل پايان، جرايم، شهدا او بهارک له ولسواليو څخه د کوکنارو د کرلو په حال کې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول. د هغه په ​​وينا، له دغو کسانو څخه ٧٥ مخابراتي وسايل لکه موبايلونه هم نيول شوي دي.
دبدخشان ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې رييس وويل چې نيول شوي کسان دوسيې له څيړنې وروسته عدلي اوقضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
بايد وويل شي، چې په تېرو دوو ورځو کې د بدخشان ولايت د امنيتي ځواکونو له خوا تر ١٣٠ زيات کسان د کوکنارو د کښت په تور نيول شوي دي.


د مطلب کود: 301787

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301787/په-بدخشان-ولایت-کې-د-کوکنارو-کښت-تور-تر-سلو-زیات-کسان-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net