افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د زیانونو د ارزونې مسوول حافظ وکیل احمد نایبي وايي، په ادرسکن ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۴۵۰ زیانمنو شویو کورنیو سره به د ۲۵۰ ډالرو په ارزښت د خېمو، کمپلو او د پخلنځي د توکو په ګډون د مرستې کڅوړې وویشل شي.
ښاغلي نایبي دغه راز زیاته کړه: د هرات ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست هڅه کوي چې له اړمنو سره د مرستې لپاره نورې موسسې او بنسټونه هم جلب کړي.
له بلې خوا په هرات ولايت کې د پاچا سلمان خيريه بنسټ د دفتر استازي عبدالله مرادي د سېلاب ځپلو او د طبيعي پېښو له قربانيانو سره د دغه بنسټ د مرستو د دوام په اړه خبر ورکړ.
ده زياته کړه چې دغه مرسته د نورو ادارو په شتون سره په ادرسکن ولسوالۍ کې په شفاف ډول وويشل شوه.
دغه راز هغو کسانو چې دغه مرستې يې ترلاسه کړې دي د مسوولينو د دغه اقدام د ستاينې په ترڅ کې له هغوى څخه وغوښتل چې د معياري سرپناه جوړولو او د خوراکي توکو د مرستو ويش ته زياته پاملرنه وکړي.