کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې له سلګونو سېلاب ځپلو کورنيو سره مرستې ووېشل شوې

13 قوس 1403 ساعت 10:00

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په داسې حال کې چې هوا سړه ده، د دې ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د یوه خیریه بنسټ په مالي مرسته په ادرسکن ولسوالۍ کې له ۴۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه. د هرات ولایت.


آوا - هرات: د هرات د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د زیانونو د ارزونې مسوول حافظ وکیل احمد نایبي وايي، په ادرسکن ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۴۵۰ زیانمنو شویو کورنیو سره به د ۲۵۰ ډالرو په ارزښت د خېمو، کمپلو او د پخلنځي د توکو په ګډون د مرستې کڅوړې وویشل شي. 
ښاغلي نایبي دغه راز زیاته کړه: د هرات ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست هڅه کوي چې له اړمنو سره د مرستې لپاره نورې موسسې او بنسټونه هم جلب کړي.
له بلې خوا په هرات ولايت کې د پاچا سلمان خيريه بنسټ د دفتر استازي عبدالله مرادي د سېلاب ځپلو او د طبيعي پېښو له قربانيانو سره د دغه بنسټ د مرستو د دوام په اړه خبر ورکړ.
ده زياته کړه چې دغه مرسته د نورو ادارو په شتون سره په ادرسکن ولسوالۍ کې په شفاف ډول وويشل شوه.
دغه راز هغو کسانو چې دغه مرستې يې ترلاسه کړې دي د مسوولينو د دغه اقدام د ستاينې په ترڅ کې له هغوى څخه وغوښتل چې د معياري سرپناه جوړولو او د خوراکي توکو د مرستو ويش ته زياته پاملرنه وکړي.


د مطلب کود: 301786

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301786/د-هرات-په-ادرسکن-ولسوالۍ-کې-له-سلګونو-سېلاب-ځپلو-کورنيو-سره-مرستې-ووېشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net