دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 301246
په ننګرهار کې څه باندې څوارلس زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه وویشل شول
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ یې په ننګرهار ولایت کې څه باندې ۱۴ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، د قوس ۵مه) په ننګرهار ولایت کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.

دغه وزارت وايي، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ۱۴۸۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلې دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم ياد شوي وزارت او همکارو بنسټونو په بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي وو.
https://avapress.net/vdcba8bf0rhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته