د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ یې په ننګرهار ولایت کې څه باندې ۱۴ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
په ننګرهار کې څه باندې څوارلس زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه وویشل شول
5 قوس 1403 ساعت 17:17
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ یې په ننګرهار ولایت کې څه باندې ۱۴ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، د قوس ۵مه) په ننګرهار ولایت کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.
دغه وزارت وايي، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ۱۴۸۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلې دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم ياد شوي وزارت او همکارو بنسټونو په بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي وو.
د مطلب کود: 301246