دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 300928
په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو د یوولسو شبکو کار پیل شو
د دایکندي ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۳۵۲ زره ۲۰۷ ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو ۱۱ شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د سه شنبې په ورځ (۲۹ عقرب ۱۴۰۳) د دایکنډي ولایت په شهرستان، میرامور، اشترلي او پټوۍ ولسوالیو کې د اوبو رسولو یوولس شبکې د ۳۵۲ زره ۲۰۷ ډالرو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژې د شهرستان ولسوالۍ د ګیج، یمه او تخته په کلیو، د میرامور ولسوالۍ د شهرا، ګردان اولیا او ده تګاب په کلیو، د استرلي ولسوالۍ د دهن جوغ دره، شینیه نوجوک او میان کلورانو په کلیو او د راکول په کلیو کې ترسره کیږي. د دایکنډي ولایت د پټوۍ ولسوالۍ قاچار د AHF انسټیټیوټ په مالي مرسته او د CAWC انستیتوت لخوا تطبیق شوی.
د يادونې وړ ده، چې يادې شبکې په څلورو ولسواليو کې ۳۷۴۴ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې کړې دي.
https://avapress.net/vdchivnx623nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته