د دایکندي ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۳۵۲ زره ۲۰۷ ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو ۱۱ شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو د یوولسو شبکو کار پیل شو
30 عقرب 1403 ساعت 12:10
د دایکندي ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۳۵۲ زره ۲۰۷ ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو ۱۱ شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
آوا - بامیان: د سه شنبې په ورځ (۲۹ عقرب ۱۴۰۳) د دایکنډي ولایت په شهرستان، میرامور، اشترلي او پټوۍ ولسوالیو کې د اوبو رسولو یوولس شبکې د ۳۵۲ زره ۲۰۷ ډالرو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژې د شهرستان ولسوالۍ د ګیج، یمه او تخته په کلیو، د میرامور ولسوالۍ د شهرا، ګردان اولیا او ده تګاب په کلیو، د استرلي ولسوالۍ د دهن جوغ دره، شینیه نوجوک او میان کلورانو په کلیو او د راکول په کلیو کې ترسره کیږي. د دایکنډي ولایت د پټوۍ ولسوالۍ قاچار د AHF انسټیټیوټ په مالي مرسته او د CAWC انستیتوت لخوا تطبیق شوی.
د يادونې وړ ده، چې يادې شبکې په څلورو ولسواليو کې ۳۷۴۴ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې کړې دي.
د مطلب کود: 300928