افغان غږ خبری آژانس: د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، په دمشق کښې د استوګنې په سیمو باندې د صهیونیسټی رژیم د تیریګرو حملو چې له امله یې یولس تنه شهیدان او ژوبل شول، په سختو ټکو وغندله.
اسماعیل بقایی وویل: ګاونډیو هیوادونو ته د صهیونیسټی رژیم د تیریو او جنایتونو د پراخیدا او د سوریې د حکومت له ځمکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیت څخه په پرله پسې او سختو سرغړونو تیری دی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی وویل د دغه تیری د بندولو او د صهیونیسټ رژیم د حساب ورکونې لپاره د امنیت شورا بیړنی اقدام ته اړتیا ده .
په همدې حال کې دسوریې ددفاع وزارت د پنجشنبې په شپه په یوې بیانیې کښې وویل دصهیونیسټ رژیم په هوایی حملو کښې ۱۵ کسان وژل شوی او ۱۶ نور ژوبل شوی دی .