کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران پر دمشق د صهیونیسټ رژیم حملې په کلکه وغندلې

26 عقرب 1403 ساعت 11:53

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دمشق کښې د استوګنې په سیمو د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې چې د لسګونو سوریایانو او فلسطینیانو د شهادت سبب شوې په کلکه غندلي دي.


آوا: د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، په دمشق کښې د استوګنې په سیمو باندې د صهیونیسټی رژیم د تیریګرو حملو چې له امله یې یولس تنه شهیدان او ژوبل شول، په سختو ټکو وغندله. 
اسماعیل بقایی وویل: ګاونډیو هیوادونو ته د صهیونیسټی رژیم د تیریو او جنایتونو د پراخیدا او د سوریې د حکومت له ځمکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیت څخه په پرله پسې او سختو سرغړونو تیری دی . 
د ایران د خارجه وزارت ویندوی وویل د دغه تیری د بندولو او د صهیونیسټ رژیم د حساب ورکونې لپاره د امنیت شورا بیړنی اقدام ته اړتیا ده .
په همدې حال کې دسوریې ددفاع وزارت د پنجشنبې په شپه په یوې بیانیې کښې وویل دصهیونیسټ رژیم په هوایی حملو کښې ۱۵ کسان وژل شوی او ۱۶ نور ژوبل شوی دی . 


د مطلب کود: 300713

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300713/ایران-پر-دمشق-د-صهیونیسټ-رژیم-حملې-په-کلکه-وغندلې

آوا
  https://www.avapress.net