افغان غږ خبری آژانس: سوري سرچینو نن سهار خبر ورکړی، چې د امریکا جنګي الوتکو د «البکمال» ښار په «الجمعیت» سیمه کې د سوریې د پوځ په ملاتړ د ځواکونو پوستې په نښه کړي دي. دغه راز د عراق پولې ته څېرمه البوکمال دښته هم ورکړل شوې ده
المیادین شبکې هم اعلان کړی، چې په دې هوايي برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
یو ساعت وروسته، د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې (CENTCOM) اعلان وکړ چې دوی د هوایی برید سره د ختیځې سوریې ځینې برخې په نښه کړې.
Centcom ادعا وکړه: "موږ په سوریه کې د ایران سره د تړلو ډلو د وسلو ډیپو او لوژستیکي تاسیساتو باندې بریدونه ترسره کړل."
د امریکا پوځ هم ادعا کړې چې دا بریدونه یې د «الشدادي» په پوځي اډه کې چې امریکايي اشغالګر ځواکونه په کې مېشت دي، د پرونیو بریدونو په ځواب کې کړي دي.
خبری سرچینو خبر ورکړی چې پرون مازدیګر د دیرالزور ولایت د کونیکو د ګازو په ډګر او د الحسکه ولایت په الشدادی اډه کښې د امریکایی نیواکګرو اډې په توغندیزو بریدونو سره په نښه شوې .