دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 300573
د ټاپي پروژه به د افغانستان د اقتصادي ثبات لامل شي
د اقتصادي کارپوهانو په یوه علمي سیمینار کې چې «په افغانستان کې د ټاپي پروژې اقتصادي اهمیت» تر عنوان لاندې د کابل په خاتم النبیین (ص) پوهنتون کې ترسره شوه، په دې ټینګار سره چې د ټاپي پروژه د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهمه ده وايي دا پروژه به افغانستان د اقتصادي ثبات پر لور بوځي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: «په افغانستان کې د ټاپي پروژې اقتصادي اهمیت» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار د سه شنبه په ورځ، د لړم ۲۲مه، د اقتصاد وزارت د ویاند، د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د استادانو او لسګونو محصلینو په حضور کې د کابل په خاتم النبیین (ص) پوهنتون کې ترسره شوه.

په دغه علمي غونډه کښې د خاتم النبیین (ص) د پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي غړي غلام رضا رسولي کمالي څرګنده کړه چې خدای تعالی خپلو بندګانو ته په ځمکه د جوړولو امر کړی دی او ویې ویل: لویدیځ پوهان په دې باور دي چې ځمکه او د هغې سرچینې د انسان نسل لپاره کافي ندي.

هغه همدا راز زیاته کړه چې الله تعالی د نړۍ مخلوقات په توازن او پیمانه پیدا کړي دي او بې له شکه کله چې انساني نفوس په ځمکه باندې ډېر شي، نو په هماغه اندازې سره د انسانانو د اړتیاوې په بنسټ د ژوند سرچينې به هم دېر شي.

د پوهنتون دغه استاد د هېواد طبيعي زېرمو ته په اشارې سره وويل: افغانستان د نړۍ يو له بډايه هېوادونو څخه دى.

د ده په خبره، افغانستان یوه خزانه ده چې موږ پرې ویده یو، خو ګټه ترې نه اخلو.

د خاتم النبیین (ص) د پوهنځي دغه استاد د هیواد د اقتصادي پرمختګ د هیله مندۍ په څرګندولو سره وویل: هیله لرو چې په دې هیواد کې جګړه ختمه شي او مسلمانان خپل وروڼه ونه وژني.

هغه د ټاپي پروژه د هېواد يوه له مهمو اقتصادي پروژو څخه وبلله او د دې پروژې د پیل تاریخ ته په اشارې سره، زیاته کړه: په ۱۹۹۷ کال کې د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې له ترکمنستان سره د دې پروژې په اړه لومړني بحثونه وشول چې په ۲۰۱۰ کې، دا بحث بیا پیل شو او هند په کې شامل شو.

هغه په ​​دې خبرې سره چې اقتصادي ګټې اوږدمهاله دښمنان سره متحد کوي، وویل: هند د ټاپي په پروژه کې له پاکستان سره دوستي وکړه.

ښاغلي رسولي کمالي همداراز د ټاپي پروژې د کار جریان ته په اشارې سره زیاته کړه: موږ هیله لرو چې د دې پروژې وروستی پړاو ډیر ژر وګورو.

هغه په دې خبرې سره چې د ټاپي پروژه یوه هراړخيزه پروژه ده چې پکې د ګاز پایپ، د اورګاډي کرښه، د بریښنا مزي او نوري فایبر شامل دي، ووتل: دا پروژه زموږ له هیواد څخه پاکستان او له هغه ځایه هند ته ځي.

د اقتصادي چارو دغه کارپوه د هېواد لپاره د دغې پروژې ګټو ته په اشارې سره زياته کړه چې د دې پروژې اضافي لګښت ۲۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

د هغه په وینا، هغه ننګونې چې له څو کلونو راهیسې د ټاپي پروژې په عملي لاره کې شتون لري جګړه او ناامني، په حکومتونو کې بدلونونه، د نړیوالې ټولنې لخوا د اوسني حکومت نه پیژندل، د داخلي زیربناوو کمزوری او د داخلي افرادو کمښت، د پاکستان او افغانستان تر منځ اختلافات او همدارنګه د هند او پاکستان تر منځ اختلافات دي.

په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب د دغه سیمینار له جوړېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: د ټاپي پروژه د هېواد په اقتصادي ثبات کې ډېره مهمه ده.

هغه په ​​دې خبرې سره چې د هر هېواد د پرمختګ لپاره د بنسټيزو تاسيساتو جوړول يې لومړيتوب دى، زياته کړه: د زېربناوو جوړول د هېواد د ټولو اقتصادي اړخونو د ودې لامل کېږي.

د اقتصاد وزارت ویاند اقتصادي اهمیت، د پروګرامونو مدیریت او عملي کول د هېواد د ادارې له مهمو مسایلو څخه وبلل او ویې ویل: ټرانزیټي لارې او همداراز ټرانسپورټي لارې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي.
https://avapress.net/vdcd5z0ssyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته